Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

تاسو هم د دين د خِدمت پۀ دې کار کښې خپله حصه شامِله کړئ! خپل عطيات دعوتِ اِسلامي له ورکړئ، ستاسو چنده پۀ هر قِسمه جائز، ديني، اصلاحي، فلاحي، روحاني او د خير ښيګړې پۀ کارونو کښې لګيدے شي د پاره د دې چې زياتيدونکې خرچې پوره کړے شي۔

دعوتِ اسلامی کی قَیُّوم، سارے جہاں میں مچ جائے دُھوم

اس پہ فِدا ہو بچہ بچہ یااللہ! مری جھولی بھر دے

الله پاک دې زمونږه د قرآنِ کريم فيضان نصيب کړي او د زړۀ پۀ لګولو د خشوع و خضوع سره د نـمونځونو د کولو، د ښې ډيرې صدقې او د خيرات کولو توفيق دې راعطا کړي۔

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د وفات شوو سره هم ښيګړه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اختر ورځ د خيرښيګړې ورځ ده، پۀ ننۍ ورځ باندې مونږ ته د خپلو خپلوانو، د کوڅې او د محلې د غريبانانو، يتيمانانو، مسکينانو سره ښيګړه کول پکار ده، ضرور يـې وکړئ، د دې سره سره زمونږه هٰغه خپلوان، دوستان، زمونږه هٰغه مسلمانان وروڼه کوم چې زمونږ سره نن نشته، د دُنيا نه تلي دي، هغوئي هم نۀ دي هيرول پکار، د هغوئي سره هم ښيګړه کول پکار ده۔

دا به څنګه کوو؟ د ايصالِ ثواب پۀ ذريعه، مونږه روژې ونيولې، تراويح مو وکړې، قرآن کريم مو واوريدلو، واورولو، د قرآنِ کريم تلاوت مو وکړو، د تجهدو سعادت مو حاصل کړو، نفلونه مو وکړل، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې مو ذِکر وکړو او دُرُود شريف مو ووئيلو، د هغې ثواب او نن چې څومره هم نيکۍ کوو، د دې ټولو ثواب هم خپلو وفات شوو ته د تحفې پۀ توګه وليږئ،