Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
(2025ء کښې) پۀ پاکستان کښې مقدار د کَس پۀ سر 6 زره روپۍ دي ٭ د کجورو پۀ لحاظ سره 2400 روپۍ ٭ د عَجوه کجورو پۀ لحاظ سره 19 زره روپۍ ٭ د وربشو پۀ لحاظ سره 700 روپۍ او ٭ د غنمو پۀ لحاظ سره 240 روپۍ۔
د سرسايه پۀ ادا کولو کښې د خپل حيثيت خيال ساتل پکار دي، چا له چې الله پاک مال او دولت ورکړے وي، هغۀ له پکار دي چې د وَسکو پۀ لحاظ سره د کَس پۀ سر 2400 روپۍ ادا کړي، څوک چې دومره وَس نۀ لري، هغۀ دې د وربشو پۀ لحاظ سره د کَس پۀ سر 700 روپۍ او څوک چې د دې وَس هم نۀ لري نو هغۀ دې د غنمو پۀ لحاظ سره د کَس پۀ سر د 240 روپو پۀ حساب سره ادا کړي۔ څومره چې ګوړه اچوې نو شربت به هٰغه همره خوږيږي يعنې د الله پاک پۀ لار کښې چې څومره زيات خرچ کوئ نو هٰغه همره به زيات ثواب ميلاؤيږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب کيږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو خپل دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي دا وخت د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې د دِين خدمت کوي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ٭ پۀ زرګونو مدرسې او جامعات جوړ کړے شوي دي پۀ کومو کښې چې پۀ لکونو نارينه او زنانه طالبِ علمانې تعليم حاصلوي ٭ د الـمدينةُ العلميه (Islamic Research Center) پۀ ذريعه اُمَّت ته اِسلامي لټريچر ورکولے شي ٭ د سوشل ميډيا پۀ ذريعه کروړونو خلقو ته اِسلامي معلومات ورکړے کيږي ٭ د مَدَني چينل اُردو، انګلش، بنګالۍ، کِډز مَدَني چينل، د بزرګانو مَدَني چينل او عربۍ ويب چينل پۀ ذريعه د دِين اِسلام ٭ او پۀ ټوله دُنيا کښې د مسلمانانو د ښيګړې د پاره د جوړې کړے شوې شعبې ايف جي آر ايف (FGRF) پۀ ذريعه د غم زپلو مسلمانانو خدمت کولے شي۔