Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
اوچت کړئ او اَللہُ اَکْبَر ووايئ او د معمول مطابق يـې د نوم نه ښکته وتړئ او ثنا ولولئ ٭ بيا تر غوږونو پورې لاسونه پورته کړئ او اَللہُ اَکْبَر ووايئ او لاندې يـې زوړند کړئ ٭ بيا لاسونه تر غوږونو پورې اوچت کړئ او اَللہُ اَکْبَر ووايئ او ښکته يـې زوړند کړئ ٭ بيا تر غوږونو پورې لاسونه پورته کړئ او اَللہُ اَکْبَر ووايئ او د نوم نه ښکته يـې وتړئ يعنې د وړومبي تکبير نه پس لاسونه وتړئ د هغې نه پس پۀ دويم او دريم تکبير کښې يـې زوړند کړئ او پۀ څلورم تکبير کښې يـې وتړئ، دا داسې ياد ساتئ چې چرته پۀ قيام کښې د تکبير نه پس څۀ لوستل دي هلته لاسونه تړل دي او چې چرته نۀ دي لوستل هلته زوړندول دي ٭ بيا دې امام تَعَوُّذ او تَسمِيَه پۀ پټ ووائي او اَلحَمدُ شريف او سورت دې پۀ جهر (يعنې پۀ تيز اواز) ووائي ٭ بيا دې رکوع وکړي ٭ پۀ دويم رکعت کښې وړومبے اَلحَمدُ شريف او سورت دې پۀ جهر ولولي ٭ بيا دې درې کرته لاسونه تر غوږونو پورې پورته کړي او اَللہُ اَکْبَر دې ووائي او لاسونه دې نۀ تړي او پۀ څلورم ځل دې بغير د لاسونو پورته کولو نه اَللہُ اَکْبَر ووائي او رکوع ته دې ښکته شي او د قاعدې مطابق دې نـمونځ مکمل کړي۔ د هرو دوو تکبيرونو ترمينځه د درې کرته سُبْحٰنَ اللہ وئيلو پۀ مقدار چپ پاتې کيدل دي۔ ([1])
د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو ترغيب
اے د خوږ نبي صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف نه پس شوال شريف راتلونکے دے۔ خوش قِسمته مسلمانان پۀ دې مياشت کښې د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژونو نيولو سعادت حاصلوي۔ راځئ چې د دې روژو فضائل واورو چې د دې روژو د نيولو او د دې د برکتونو نه د فيض حاصلولو ذهن جوړ شي، نو ٭ پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې 6 ورځې پۀ شوال کښې روژې ونيولې نو د ګناهونو نه داسې