Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې د وړوکي اختر ورځ څومره اهمه ورځ ده، پۀ دې ورځ باندې د الله رَبُّ العزّت رحمت ډير پۀ موجونو باندي وي، د الله پاک د دربار نه يو سوال کوونکے هم مايوسه واپس نۀ ځي، کاش چې د دې مبارکې ورځ پۀ برکت د الله پاک د رحمت يو څاڅکے زمونږه د ګنهګارانو هم نصيب شي، يقين وکړئ چې بيا خو به واقعي چې اختر شي۔

میں رحمت،مغفرت، دوزخ سے آزادی کا سائِل ہوں

مہِ رمضان کے صدقے میں فرما دے کرم مولیٰ

بنا دے مجھ کو مُحَمَّد مصطفےٰ کا عاشِقِ صادِق

تُو دیدے سوزِ سینہ، کر عنایت چشمِ نَم مولیٰ

نہیں درکار وہ خوشیاں، جو غفلت کا بنیں ساماں

عطا  کر  اپنی  اُلْفَت  اپنے  پیارے  کا تُو غم مولیٰ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د يو سَخي اختر

حضرت عبد الرحمان بن عَمرو اَوزاعي  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  فرمائي: د وړوکي اختر شپه وه، ناڅاپه زمونږه دروازه وډبيدله، چې وه مې کتل نو زما ګاؤنډي ولاړ وو، ما ترينه پوښتنه وکړه: ووايه وروره! څنګه راغلې؟ هغۀ ووئيل: سبا اختر دے خو د خرچې د پاره راسره څۀ نشته، که چرې تاسو راسره څۀ مدد وکړئ نو پۀ عزت سره به مونږه هم د اختر ورځ تيره کړو۔ حضرت عبد الرحمان  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  فرمائي: ما د اختر د خرچې د پاره 25 درهمې (يعنې د سپينو زرو سِکّې) کيښودې وې، ما قرباني ورکړه او د ځان د پاره کيښودے شوے هٰغه رقم مې خپل ګاؤنډي له ورکړو۔ هغۀ پۀ دعاګانو کولو لاړو، لږ سعت پس بيا چا دروازه وډبوله۔ ما چې څنګه دروازه برسيره


 

 



[1]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:98 -99 ملتقطًا۔