Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
کښې ميلاؤيږي چې دا د اوچتې مرتبې حضرات د غريبانانو مدد کوونکي وو، د مسکينانو، يتيمانانو، بے وسو مدد به يـې کولو، دوئي به نۀ يواځې خپل خواهشات بلکې ضرورتونه هم قربانول او د نورو زړونه به يـې خوشحالول، الله پاک د هغوئي نومونه، د هغوئي عقيدت، د هغوئي محبت تر ترتله د محفوظ ساتلو قدرتي انتظام وفرمائيلو، مونږه دغه د اوچتې مرتبې هستيانې ليدلې هم نۀ دي، د هغوئي پۀ صحبت کښې ناست هم نۀ يو، بيا هم زمونږه پۀ زړونو کښې د هغوئي محبت موجود دے، ځکه چې
وَ اَمَّا مَا یَنْفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْاَرْضِؕ (پارہ:13 ، سورۀ رعد:17)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هٰغه (اُوبه) کومې چې خلقو ته فائده ورکوي هغه پۀ زمکه کښې باقي اوسي۔
دې الله والؤ، دې کامِلو اوليائے کرامو به اختر څنګه کولو، واورئ!
يو ځل د اختر ورځ وه، سحر خلقو نوې جامې واغوستلې، پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ د اختر د نـمونځ د پاره د عيد ګاه طرف ته روان وو، ډير مشهور کامِل ولي، خواجۀ اَجمير، خواجه غريب نواز حضرت خواجه معين الدِّين چشتي اجميري رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ څوک چې هٰغه وخت ډير وړوکے وو، هغوئي هم نوې جامې واغوستلې او د عيد ګاه طرف روان شو، پۀ لاره کښې هغوئي يو زړۀ بوږنيدونکے منظر وليدو، د لارې پۀ غاړه باندې يو ماشوم ولاړ دے، د سترګو د نظر نه محرومه دے، زړې جامې يـې اغوستې دي، د غريبۍ پۀ حالت کښې دے او پۀ مخ باندې يـې د غم او پريشانۍ نخښې دي۔۔۔!! خواجه غريب نواز رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ خو بيا غريب نواز دے، هغوئي هُم د ماشومتوب نه ډير سَخي او رحمدله وو، د اختر پۀ ورځ باندې چې يـې ماشوم پۀ داسې حالت کښې وليدلو نو د خواجه صاحب رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ وړوکے شان زړۀ راډک شو، هغوئي د ماشوم لاس