Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
ما به د اختر نـمونځ هم نۀ کولو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مسلمانانو د خير خواه او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! د عاشقانِ رسول سره د مَدَني قافلو د مسافر جوړيدو معمول هم جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه در نصيب شي۔
د کراچۍ د يو اِسلامي ورور بيان دے: زۀ پينځه وخته نـمونځ ګزاره خو غټه خبره ده چې ما به د جُمعې او د اختر نـمونځونه هم نۀ کول، د شپې تر ناوخته پورې فلمونه، ډرامې کتل زما معمول وو، بيا زما د اِصلاح ذريعه څۀ داسې جوړه شوه چې يو ځل زما پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د اعتکاف سعادت نصيب شو، د دې سره سره زۀ د عاشقانِ رسول سره د دريو ورځو د مَدَني قافلې مسافر هم جوړ شوم، بس د دې پۀ برکت زما د دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول نصيب شو او زۀ يواځې پينځه وخته نـمونځ ګزاره نۀ بلکې نورو ته د نـمونځونو دعوت ورکوونکے هم جوړ شوم۔
اچھّی صحبت ملے،خوب برکت ملے چل پڑو چل پڑیں قافِلے میں چلو!
بے عمل با عمل بن گئے خاص کر آپ بھی دیکھ لیں قافِلے میں چلو!
بے شک اعمالِ بد اور افعالِ بد کی چھٹیں عادتیں ،قافِلے میں چلو!
د وړوکي اختر د نـمونځ طريقه واورئ!
وړومبے داسې نيت وکړئ: ٭ نيت کووم د وړوکي اختر د دوو رکعته نـمونځ ، سَره د شپږو زائد تکبيرونو، خاص خُدائے تا لره، پۀ دې حاضر اِمام پسې ٭ بيا تر غوږونو پورې لاسونه