Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

اختر د بخښنې ورځ ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک ډير کرم او د احسان د پاسه  احسان دے چې هغۀ مونږ ته د روژې د مياشت پۀ شان نعمت عطا کړو، بيا يـې د روژې د مياشت نه فوراً پس د اختر د خوشحالو دا مبارکه ورځ راعطا کړله۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! لکه څنګه چې د روژې مياشت د بخښنې مياشت ده، هم دغه شان د وړوکي اختر دا مبارکه ورځ هم د رَبِّ رحمان د رحمتونو د حاصلولو ورځ ده۔ د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما  پۀ يو روايت کښې دي: چې کله د اختر سحر شي نو الله پاک خپلې معصومې فرښتے ټولو ښارونو ته ليږي، هٰغه فرښتے زمکې ته تشريف راوړي او پۀ ټولو کوڅو او لارو کښې ودريږي او داسې اِعلان کوي: اے د مُحَمَّد [ صَلَّی اللہ  تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  ] اُمَّته! د هٰغه رَبِّ کريم د بارګاه طرف ته ځئ! کوم چې ډير زيات عطا کوونکے او د لوئي نه د لوئي ګناه معاف کوونکے دے۔

بيا الله پاک خپلو بندګانو ته داسې خطاب فرمائي: اے زما بندګانو! وغواړئ! څۀ غواړئ! پۀ خپل عزت او جلال مې دې قَسم وي چي! پۀ ننۍ ورځ پۀ دې (د اختر د نـمونځ پۀ) اجتماع کښې چې د خپل اخرت پۀ باره کښې څۀ سوال هم کوئ هغه به پوره کووم او څۀ چې د دُنيا پۀ باره کښې غواړئ، پۀ هغې کښې به ستاسو د خير طرف ته نظر کووم (يعنې پۀ هٰغه معامله کښې به هٰغه کووم پۀ کومه کښې چې ستاسو خير وي)۔ زما پۀ عزت مې دې قَسم وي! تر څو پورې چې تاسو زما لحاظ کوئ، زۀ به هم ستاسو پۀ خطاګانو باندې پرده اچووم۔ پۀ خپل عزت مې دې قَسم وي! زۀ به تاسو د حد نه د تيريدنکو (يعنې د مجرمانو) سره نۀ رسوا کووم۔ بس د خپلو کورونو طرف ته بخښلے شوي واپس شئ! تاسو زۀ راضي کړم او زۀ ستاسو نه راضي شوم۔ ([1])


 

 



[1]... شُعَبُ الایمان ، باب فی الصیام ، جلد:3 ، صفحہ:336 ، حدیث:3695۔