Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
اے د خوږ نبي صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! مونږ پۀ لږ شان کوشش، لږه شان قربانۍ ورکولو، پۀ لږ شان همت کولو د دې افضلې نيکۍ د کولو سعادت حاصلولے شو، لږ يو ځلې بيا د زړۀ پۀ غوږونو دا ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک واورئ! د يتيمانانو، بے وَسو مددګار، زمونږ د زړونو قرار صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: مَنْ وَافَقَ مِنْ اَخِيهِ شَهْوَةً غُفِرَ لَهُ څوک چې د خپل (مسلمان) ورور پۀ خواهش کښې د هغۀ موافقت وکړي، هغۀ به بخښلے کيږي۔ ([1])
وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا
ہم مُفلس کیا مَول چُکائیں، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([2])
يو ډير ښکلے حديثِ پاک تاسو ته بيانوم ، صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د دې حديث راوِي دے، هغوئي فرمائي: يوه ورځ مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ خدمت کښې حاضر وو، نبي کريم صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د صحابۀ کرامو نه يوه پوښتنه وکړه، اوئې فرمائيل: اِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا، وَ اِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، فَحَدِّثُونِي مَا هِيَ يعنې پۀ وَنو کښې يوه وَنه ده، د هغې پاڼې نۀ رژيږي، د هغې مثال د مسلمانانو پۀ شان دے، وه وايئ چې هغۀ ونه کومه يوه ده؟
بيا صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سوچ شروع کړو (چې هغه کومه يوه داسې ونه کيدے شي د کومې پاڼې چې هم نۀ رژيږي او د هغې مثال د مسلمان پۀ شان دے، چا څۀ سوچ کولو، چا څۀ سوچ کولو)۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: زما پۀ ذِهن کښې د دې پوښتنې جواب راغلو (خو زۀ وړوکے ماشوم ووم، زما نه مشران صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم موجود وو)،