Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
اے د خوږ نبي صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! نن د اختر ورځ ده، نن صرف د خوشحالو کولو ورځ نۀ بلکې د خوشحالو د تقسيمولو ورځ هم ده۔ نن نورو ته فائده ورسوئ! غريبانانو، بے وسو، يتيمانانو، مسکينانو ته فائده ورسوئ! د هغوئي سره ښيګړه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: خَیْرُالنَّاسِ مَنْ یَّنْفَعُ النَّاسَ يعنې پۀ خلقو کښې بهتر هغۀ دے کوم چې خلقو ته فائده رسوي۔ ([1])
فائده رسوونکے څيز باقي پاتې کيږي
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې يو مثال ذِکر کړے دے، د مثال خلاصه څۀ داسې ده چې د اسمان نه تيز باران راوريږي، خوړونه نالۍ راووځي، بيا څۀ کيږي؟ چې کله تيزې اوبه بهيږي نو د هغې د پاڅه څۀ ځګ راځي، الله پاک فرمائي:
فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذۡہَبُ جُفَآءً ۚ وَ اَمَّا مَا یَنۡفَعُ النَّاسَ فَیَمۡکُثُ فِی الۡاَرۡضِ ؕ (پارہ:13 ، سورۀ رعد:17) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو ځګ خو ضائع شي، او هٰغه (اُوبه) کومې چې خلقو ته فائده ورکوي هغه پۀ زمکه کښې باقي اوسي۔
يعنې د اوبو د پاڅه راتلونکے ځګ اګر که د څۀ وخت د پاره اوبه پټې کړي خو ډير وخت پرې نۀ پاتې کيږي، زر ختميږي خو اوبه کومې چې فائده رسوونکې دي، د قدرت د طرف نه د دې د حفاظت ذريعه جوړيږي، دا زمکه راښکي، پۀ ځان کښې يـې دننه جمع کوي، د اوبو نه وريځې جوړې کړے شي او د هوا پۀ اوګو سورۀ کړے شي، دا د ګليشئر [يعنې د واورو د لوئي ګَټانو] پۀ شکل کښې محفوظ کولے شي، غرض دا چې ځګ کوم چې خلقو ته فائده نۀ رسوي هغه زر ختميږي خو اوبه خلقو ته فائده رسوي، ځکه دا محفوظ کولے شي۔ دلته د قرآنِ کريم