Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
کړه نو يو کَس زما پۀ ښپو راپريوتو او پۀ ژړا ژړا يـې ووئيل: زۀ ستاسو د والد صاحب نه تښتيدلے غلام يم، زۀ پۀ خپل دي حرکت باندې ډير پښيمانه شوم نو تاسو ته حاضر شوم، دا 25 ديناره (يعنې د سرو زرو سِکّې) ما ګټلې دي، ستاسو پۀ خدمت کښې يـې وړاندې کووم، قبولې يـې کړئ! تاسو زما آقا يئ او زۀ ستاسو غلام يم۔ ما هٰغه دينار واخستل او غلام مې ازاد کړو۔ بيا ما خپلې کور ودانې ته ووئيل: د الله پاک شان ته وګوره! هغۀ زمونږه درهمو (يعنې د سپينو زرو د سِکّو) پۀ بدل کښې دينارونه (د سرو زرو سِکّې) راعطا کړلې۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن د اختر ورځ ده، د خوشحالۍ ورځ ده، الله پاک دې زمونږه د دې مبارکې ورځې برکتونه رانصيب کړي۔ الله پاک مونږ ته د خوشحالۍ دا ورځ راعطا کړله، پۀ ننۍ ورځ باندې يقيناً چې پۀ هره جائزه طريقه باندې خوشحالي کولے شئ۔ ښې جامې اغوستل، ښه خوراک کول، د خپلو خپلوانو سره ميلاؤيدل وغيره دا ټول د خوشحالۍ کولو اندازونه دي، البته حقيقي خوشحالي هٰغه خوشحالي ده کومه چې زړۀ ته کوزه شي او زمونږه زړۀ خوشحاله کړي، مونږ ته د هٰغې خوشحالۍ کولو نه هم وروستو کيدل نۀ دي پکار۔
داسې بهترينه خوشحالي کومه يوه ده؟ کومه خوشحالي چې د چا غريب، د چا مسکين، د چا پريشان حاله، د چا غمژن پۀ زړۀ خوشحالولو حاصليږي۔ آؤ جي! هٰغه خوشحالي کومه چې د يو غمژن زړۀ پۀ خوشحالولو ميلاؤيږي، هغۀ سينه روښانه کوي۔
د اختر خوشحالۍ يـې يو پۀ دوه شوې
حضرت خواجه سِرِّي سَقطي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ډير لوئي ولئ کامِل تير شوے دے، هغوئي فرمائي: يو