Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي ده چې مات زړونه ښۀ کول ، د چا غمژن زړۀ خوشحالول ډيره ښه خبره ده، پۀ دې نيک عمل باندې چې کومه خوشحالي ميلاؤيږي، هغه پۀ يو ځائے کښې هم اخستلے کيدے نشي، دا هٰغه لا جوابه خوشحالي ده کومه چې پۀ لوئي لوئي محلونو کښي نۀ ميلاؤيږي، صرف د غريب پۀ مدد کولو نصيب کيږي۔ غور وکړئ چې حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د اختر نـمونځ وکړو او کور ته واپس راروان وو، پۀ لاره کښې هغوئي ته د دې لاجوابه نيکۍ موقع ميلاؤ شوه، د دې پۀ برکت د هغوئي د وخت د کامِل ولي حضرت مُعرُوف کرخي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه دُعا نصيب شوه او بخت يـې رابيدار شو، الله پاک د هٰغې دُعا پۀ د خپل قرب دروازې برسيره کړې او هغوئي خپل اوچت مقام ته ورسيدلو۔ کاش چې زمونږه هم داسې موقع نصيب شي، مونږه هم د اختر د نـمونځ د پاره راغلي يو، پۀ واپسۍ کښې توجه ساتو، ذهن جوړ کړو چې د اختر د نـمونځ کولو نه پس کور ته د رسيدو نه مخکښې مخکښې که زيات نۀ وي نو کم از کم د يو غريب مدد وکړو او کور ته لاړ شو۔ څۀ پته لګي چې زمونږه پۀ لږ شان کوشش باندې د چا زړۀ خوشحاله شي، څۀ پته لګي چې د يو مات زړه نه وتلې دُعا زمونږه نصيب شي او د هغې پۀ برکت زمونږه بيړۍ پار شي۔
ہو مرا کام غریبوں کی حمایت کرنا دردمندوں سے، ضعیفوں سے محبّت کرنا
میرے اللہ بُرائی سے بچانا مجھ کو نیک جو راہ ہو، اس راہ پہ چلانا مجھ کو
٭ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائيلي دي: اِنَّ مِنْ وَاجِبِ الْمَغْفِرَةِ اِدْخَالُكَ السُّرُورَ عَلَى اَخِيكَ الْمُسْلِم يعنې ستاسو د خپل مسلمان ورور زړۀ ته خوشحالي ورکول د بخښنې پۀ واجب کوونکو اعمالو کښې ده۔ ([1]) ٭ پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: اِنَّ اَحَبَّ الْاَعْمَالِ اِلَى اللَّهِ بَعْدَ الْفَرَائِضِ اِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُسْلِم يعنې د الله پاک پۀ نزد د فرائضو نه پس د ټولو نه خوښ عمل د