Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

مومنو! پڑھتے نہیں کیوں اپنے آقا پر درود                                         ہے فرشتوں کا وظیفہ اَلصَّلٰوۃُ وَالسَّلَام[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! موجوده دور د فتنو نه ډك دے، هره ورځ نوې نوې فتنې را اوچتيږي خو د الله پاك فضل دے چې هغه د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت بے اَسرې نه دے پريښودے، په هر دور كښې عُلمائے كرام، اوليائے عظام د سُنَّتو تبليغ كړے دے او د فتنو مخنيوے ئې كړے دے.

      په نن دور كښې هم ډير عاشقانِ رسول عُلمائے كرام دي څوک چې د سُنَّتو په تبليغ كښې مصروف دي، د دې عاشقانِ رسول عُلمائے كرامو فهرست که اوګورو نو د ټولو نه اوَّل يوه ښكلے ښائسته صورت په ذِهن كښې راځي، د هغه هستئ مخ چا چې د نن د فتنو نه ډك دور كښې د سُنَّتو پيغام عام كړے دے، په لكونو خلق ئې د سُنَّتونو عامل جوړ كړي دي، په لكونو ځلمو ګيرې پريښودې دي، د كروړونو خلقو په سرونو ئې د عمامے تاج په سر كړے دے، د چا د نيكئ د دعوت په بركت چې كروړونو ګنهګارانو توبه كړې ده، په لكونو لمُونځ ګزاره جوړ شوي دي او په زرګونو كافرانو كلمه طيبه لوستلې ده او د اِيمان د دولت نه مالا مال شوي دي.


 

 



[1]...قبالۀ بخشش، صفحہ:164۔