Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
دا د عِزَّت نه ډكه هستي څوك ده؟ د كروړونو د زړونو دردمند، عالِمِ باعمل، نمونۀ صالحين، مُبَلِّغِ اسلام، رهبرِ مِلَّت، ماحــيِ بدعَت (يعني بدعت ختموونكے)، حامــيِ سُنَّت (سُنَّتونه عام كوونكے)، پيرِ طريقت، رهبرِ شريعت، عاشقِ رسول، مُحِبِّ صحابه او اهلِ بيت، مُحِبِّ اوليائے اُمَّت، عاشِقِ اعلٰـى حضرت، شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا ابو بلال محمد الیاس عطّار قادِری رضوي ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دے.
زمانے ته معلومه ده چې په نن دور كښې څومره په لوئي کچ د قرآن او سُنَّت خدمت هغوئي كړے دے، داسې خدمت په دې دور كښې بل چا نه دے كړے، تر اوسه پورې نه ليدلے شوي دي او نه چا اوريدلي دي.
اوس لږ غور اوكړئ! صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: سُنَّت طرف ته رابلونكے او بدعتونو نه منع كوونكے سُنِّـي صحيحُ العقيده ته كتل عبادت دے. دلته که په نن دور كښې مونږه اوګورو نو په دې دور كښې د سُنَّتو خدمت كوونكو په فهرست كښې د ټولو نه اوَّل د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ شخصيَّت ښكاري، معلومه شوه چې په نن دور كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هغه هستي ده چې د حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د فرمان مطابق د هغوئي د مبارك مخ ديدار كول عبادت دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد