Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

البته زما سره يو دولت دے او د قيامت د پاره زما سره دغه يوه سهارا ده او هغه دا ده چې زه د الله پاک او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مَحَبَّت کووم.

      رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا واوريدل نو اوئې فرمائيل: اَنْتَ مَعَ مَنْ اَحْبَبْتَ يعني ته چې د چا سره محبت کوې، د قيامت په ورځ به د هغه سره ئې.

پوچھے  گا  مولیٰ  لایا   ہے  کیا  کیا؟                   میں  یہ   کہوں   گا،    نامِ  محمد  (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)[1]

حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې صحابـي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته کوم زيرے واورولو، مونږه چې په دې زيري څومره خوشحاله شو، دومره په يو څيز هم نه وو خوشحاله شوي. نور فرمائي: فَاَنَا اُحِبُّ النَّبِیَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وَ اَبَا بَکْرٍ وَّ عُمَرَ وَاَرْجُوْ اَنْ اَکُوْنَ مَعَہُمْ بِحُبِّی اِیَّاهُمْ وَ اِن لَّمْ اَعْمَلْ بِمِثْلِ اَعْمَالِہِمْ يعني د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرتبه زما نه ډيره زیاته اوچته ده، زما سره د حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان نيکئ هم نشته، زما سره د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان اعمال هم نشته خو زه د الله پاک د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره هم محبت کووم، د ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره هم محبت کووم،


 

 



[1]...قبالۂ بخشش، صفحہ:135۔