Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
صلۀ رِحمي نيک عمل دے او اولاد د دې سبب دے۔ بيا ئې اُوفرمائيل: دا زما اختياري خبره نه ده (بلکه) زما د طبيعت تقاضه ده۔ [1]
څه به وائې زمونږ د اعلٰى حضرت ! چې مال سره ئې مَحبَّت د مال په وجه نه وو بلکه د الله په لار کښي د خرچ کولو په وجه وو او اولاد سره ئې مَحبَّت د خپلې وينې کيدلو په وجه نه وو بلکه د صلۀ رِحمئ د نيک عمل په وجه وو، په دې ولئ کامِل باندې د الله پاک کرم اوګورئ چې فرمائي: دا هر څه زما په اختيار کښي نه دي (بلکه) زما د طبيعت د تقاضے په وجه دي۔ يعني په احکامِ شرعيه باندې د عمل کولو په وجه ئې طبيعت داسې شوے وو چې زمونږ د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هر کار د الله پاک د رضا د پاره وو۔
اے عاشقانِ رَسُول ! دا د خپل ربّ سره د حُسنِ اخلاق واضحه نښه ده چې د کوم څيز ربّ حُکم فرمائيلے دے هغه ئې پريښودے نه دے او د څه نه ئې چې منع فرمائيلي دي هغه ئې کړے نه دے۔ دا وه د ايمانِ کامِل نښه چې مَحبَّت هُم د ربّ تعالٰى د پاره او نفرت هُم د هغه ربّ تعالٰى د رضا د پاره۔
جہاں میں کون ہے وہ صاحبِ علم جو اپنے علم سے جانِ جہاں ہے
خدا کی حمد ہے جس کا وظیفہ نبی کے ذکر سے رَطْبُ اللِّسَا ں ہے
ہے اس کا نام یوں احمد رضا خاں کہ احمد کی رضا کا ترجماں ہے[2]
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب ! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد