Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

ډير لوئي كرامت

      اے د اعلٰى حضرت عاشقانو ! حُسنِ اخلاق اختيارول ډير ښه عادت او فضيلت والا عمل دے په ورځ د قيامت به نامهٴ اعمال كښي د دې نه زيات وزني شئ نه وي ۔ [1]

 او هُم دا هغه عمل دے چې دا څوك اختيار كړي نو انسان د داسې خلقو مقام ته رسي چې هغوئي د ورځي روژے نيسي او د شپې قيام كوي[2]

 او د دې عمل په باره كښي اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صدّيقه طيّبه طاهره رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا  فرمائي چې: بنده د خپل حُسنِ اخلاق په وجه د هغه چا مقام ته اورسي څوک چې د شپې عبادت كوي او څوک په سخته ګرمئ كښي په چا اوبه اوڅښي [3]

     يو بزرګ فرمائي: ښه اخلاق پرَدي خپلوي او بد اخلاق خپل پرَدي کوي. [4]

      خوږو اسلامي ورونړو ! غور اوكړئ، په دې مختصره جمله كښي څومره قيمتي خبره فرمائيلي شوي ده چې زمونږه ښه اخلاق داسې كس خپل جوړوي چې هغه مونږ پيژنو هم نه او د دې بر خلاف زمونږه بد اخلاق زمونږ خپل خلق هم زمونږ نه لرې كوي. مونږ  لره كوشش پكار دے چې مونږ د هر چا سره په ښو اخلاقو ملايږو، كه اخلاق مو بد وي چې دا په ښو اخلاقو کښې د بدلولو كوشش اوكړو، د  الله پاك په دربار كښي د خوش اخلاقه جوړيدلو دُعا اوكړو، د ښو اخلاقو د اعلٰى صفت حاصلولو د پاره


 

 



[1]... الادب المفرد ، باب حسن الخلق ،ص۹۱، رقم ۲۷۳

[2]... طبرانی اوسط ، ج۴، ص۳۶۹،رقم ۶۲۷۳

[3]... شعب الایمان ، ج۶،رقم ۷۹۹۸تا ۸۰۰۰،ص۲۳۷بتغیر قلیل

[4]... دِین و دنیا کی انوکھی باتیں،ص۲۶۸،مکتبۃ المدینہ ، کراچی