Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
حاجي کِفايَتُ الله صاحب شک لرې کولو د پاره ئې اُوفرمائيل چې داسې د اخلاص دعوت هره ورځ وي نو زه به ئې هره ورځ قبول کړم۔ [1]
ہر ہر لمحہ یادِ خدایا ، دین کی خدمت اعلیٰ حضرت
جو بھی قدم تھا جو بھی عمل تھا ، وہ تھا عبادت اعلیٰ حضرت
سچ کہتا ہوں مجھ جیسے سے، ناممکن ہے ناممکن ہے
حیراں ہوں میں کیسے بیاں ہو، آپ کی عظمت اعلیٰ حضرت[2]
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب ! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! تاسو واوريدل چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه غريب ماشوم د زړه خوشحالولو د پاره دعوت قبول کړو او خپلو عقيدتمندو ته ئې د حُسنِ اَخلاق څنګه ښکلے درس ورکړو۔ د سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څومره اوچت عِلمي مُقام وو هُم هغسې ئې اخلاق هُم اوچت وو۔ غريبانانو ماشومانو سره د شَفقَت انداز اوګورئ چې پيژني ئې هُم نه چې دا څوک دے خو بيا ئې هُم دعوت قبول کړو، زوړ پزکے ئې ورته د ناستې د پاره پيش کړو خو دا خبره ئې هيڅ ناخوښه اُو نه ګنړله او په هغې تشريف فرما شولو، بيا چې کوم خوراک ورته پيش کړے شو هغه ئې د طبيعت