Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

   خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! د سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ذات کښي يو صِفَت داسې بل هُم دے چې د هغې اِظهار هغوئي پخپله فرمائيلے دے:

ما كله هم چا سره حسد نه دے كړے

اعلٰى حضرت ، امام اهلسنّت ،مجدّد دېن و ملّت مولانا امام شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير په عاجزئ سره فرمائي:چې  فقير كښي لكونه عيبونه دي خو زما رب زه د حسد نه بالكل پاك ساتلے يم، څوک مې چې د دنيا په مال کښي د ځان نه زيات اوليدلو نو دننه زړه مې د دُنيا مال بد اوګنړلو، او چې هغه (يعني دُنيا مال) مې بد اوګنړلو نو په بد څيز باندې حسد د څه خبرې؟  او كه يو داسې کس مې اوليدلو چې هغه د دين په فضيلت و شرف كښي زيات وو نو د هغه ښپې او لاسونه ښكلول مې (د ځان د پاره) فخر اوګنړلو، نو چې كوم څيز مې فخر اوګنړلو او هغه مې بركت اوګنړلو نو په هغې به حسد ولے کووم؟او څوك مې چې د دېن حمايت كولو باندې اوليدلو نو د تحرير او تقرير په ذريعه مې د هغوئي فضائل بيان كړي دي او خلق مې د هغوئي طرف ته د مائل كولو كوشش کړے دے. د هغوئي دپاره مې ښه ښه القابات استعمال كړي دي او كتابونه مې شائع كړي دي، چې په هغې باندې د فقير كتاب ’’اَلْمُعْتَمَدُ المُسْتَنَدُوغيره ګواه دي. اصل كښي حسد د نوم كولو خواهش لرلو سره پيدا كيږي او زما د ربّ كريم د لوئي شان د پاره ډير ډير حَمْد دے چې ما كله هم دا خواهش نه دے كړے بلكه هميشه د دې نه بچ اوسم او په تنهائي كښي د اوسيدلو خواهش لرم.(1)

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد