Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

په ژبه کلمه طَيِّبه جاري وي او ما شآء الله قسمت ته ئې اوګورئ چي ! کلمه وئيلو وئيلو کښې د دُنيا نه رُخصت شو۔ ([1])

فضل وکرم جس پر بھی ہوا، لب پر مرتے دَم کلمہ     جاری ہوا، جنت میں گیا، لَااِلٰہَ اِلَّااللہ

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو اسلامي ورونړو ! اعلٰى حضرت ،امام اهلسنت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په عبادت و رياضت، تقوٰى پرهيزګارئ، عشقِ رسول او علومو او فُنونو كښي كمال حاصل وو، د حُسنِ اخلاق په معامله كښي د خلقو زړه ساتل، نرمي عفو در ګزر وغيره صفات په هغوئي كښي موجود وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپلو طلباؤ او مريدينو او مُحبّينو زړه ساتلو لكه څنګه چې

يوه روپئ انعام

د اعلٰى حضرت، امام اهلسنّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سعادت مند شاګرد مَلِكُ العُلماء حضرت مولانا محمد ظفر الدين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د ټولو نه اوله فتوٰى 1322ھ كښي اوليكله او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښي مې پيش كړه اتفاقاَ بالكل صحيح اوختله. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه فتوٰى ځان سره راخستې وه او پخپله ئې تشريف راوړو او يوه روپئ ئې ما له په خپلو لاسو مباركو راكړه او اوئې فرمائيل: مولانا ! د ټولو نه اوله فتوٰى چې ما ليکلي وه نو زما والد صاحب ما له يوه روپئ د مټهائي د پاره راكړي وه. نن چې تاسو كومه فتوٰى ليكلي ده دا ستاسو اولنئ فتوٰى ده او ما شآء الله بالكل صحيح ده.ځکه د خپل والد


 

 



[1]...حیرت انگیز حادثہ، صفحہ:25۔