Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

  په تفسير صِراطُ الْجِنان کښي دي چې په دې آيت کښي د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاق کريمه بيان شوے دے، چنانچه اِرشاد فرمائي چې اے حبيب ! صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تاسو باندې د الله پاک څومره لوئي رَحمت دے چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې نرم زړه والا، شفيق، رحيم او کريم جوړ کړي ئې او ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِزاج کښي ئې دومره لُطف و کرم او شَفقَت او رَحمت پيدا کړو چې د غزوۀ اُحد په شان موقع باندې هُم تاسو د غضب اِظهار اونکړو حالانکه تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته په هغه ورځ څومره سخته او تکليف رسيدلے وو او که تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخت مِزاجه وے او د سخت سلوک نه مو کار اخستلے نو دا خلق به تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه جُدا شوي وے۔ [1]

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! غريبانانو سره مَحبَّت کول سُنَّتِ اَنبياء دي۔ د غريبانو مددګار سرکارِ عالي وَقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اے عائشه ! غريبانانو سره مَحبَّت کوه او هغوئي ځان ته نزدې کوه، الله پاک به صبا په ورځ د قيامت تا خپل رَحمت ته نزدې ساتي۔ [2]

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

څنګه دعوت د قطع تعلق سبب دے؟

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! حضرتِ سَيِّدُنا اِمام محمّد بِن محمّد بِن محمّد غزالي


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، ج۲،ص۷۸

[2]... سنن ترمذی،کتاب الزہد،ح۲۳۵۲،ص۵۶۲،دارالکتب العلمیہ، بیروت