Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

کره څه دعوت (يعني ښادي) وي نو هغوئي ته دعوت نه ورکوي او بيا خبره دې حد ته رسيدلي وي چې يو بل سره خبرې کول هُم نه غواړي۔

خپلوي ماتول ګناه ده

     ياد ساتئ ! بِلا وجه شَرعي خپل د وِينې شريک خپلوانو سره تَعَلُّق ختمول ګناهِ کبيره، حرام او جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے۔

      څلورمه سيپاره، سُورہ ٔ نِساء آیت نمبر 1 کښي ارشاد کيږي:

وَ اتَّقُوا اللہَ الَّذِیۡ تَسَآءَلُوۡنَ بِہٖ وَ الۡاَرۡحَامَ ط  ۴،النسآء:۱)

 (مَفهُوم) ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د الله نه اويريږئ چې په نوم د هغه ئې غواړئ او د خپلولو لحاظ ساتئ۔

د کومې ګناه سزا په دُنيا کښي زر ورکولے کيږي؟

      تفسير صِراطُ الْجِنان کښي د دې آيت لاندې بيان شوي دي چې: د الله پاک خوږ رسول، رسولِ مَقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: په کوم قوم کښي چې خپلوي ماتوونکے وي په هغه (قوم) رحمت نه نازليږي۔ [1]


 

 



[1]... شعب الایمان، السادس والخمسون من شعب الایمان، ۶ / ۲۲۳، الحدیث: ۷۹۶۲