Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

د بزرګان دين د حُسنِ اخلاق نه ډکو واقعاتو مطالعه اوکړو، د امير اهلسنّت 72 نيك اعمال كښي عمل نمبر 30 كښي ٫٫مسلمانانو ته د سلام،، كولو ترغيب وركړے شوے دے، ځكه چې دا داسې عمل دے چې د خلقو په زړونو كښي محبّت پيدا كوي، نفرتونه ختموي او دا د حُسنِ اخلاق د پاره بنيادي حيثيت لري.

بد اخلاق په ښو اخلاقو کښې د بدلولو ډير لوئي فضيلت دے لكه څنګه چې حضرت سيدنا سهل بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو نه لوئي كرامت دا دے چې ته خپل بد اخلاق په ښو اخلاقو کښې بدل كړي.،،

12 ديني كارونو كښي يو کار: د سحر لـمانځه له راپاڅول ٫

اے عاشقانِ رَسُول اسلامي ورونړو ! د الله پاک رضا حاصلولو، نيک لمونځ ګزاره جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوت په 12 ديني كارونو كښې حصه واخلئ د دعوت اسلامي 12 ديني کارونو کښې يو ديني كارد سحر لـمانځه له راپاڅولهُم دي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰه * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولوپه بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي * د سحر لـمانځه له راپاڅولو په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولوپه بَرَكت د جُمات وړومبي صَف كښې تكبيرِ اُولٰى سره د سحر د لـمانځه ادا كولو سعادت حاصليدے شي * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولوپه بَرَكتد نيكئ دعوتوركولو ثواب هم ګټلے شي. * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولوپه بَرَكت د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي مشهوري او نيك نامي كيږي * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولووالا مسلمانانو ته بيا بيا د حج او خوږې مدينے ليدلو دُعا كوي، كه الله اوغواړي نو دا دُعاګانې به د هغه په حق كښې هُم قبولې شي.