Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

   * ” د سحر لـمانځه له راپاڅولوكښې د پيدل ګرځيدو په وجه به ستاسو صحت هُم ښه كيږي، دا يوه اضافي فائده ده، نِيَّت صرف د ثواب پكار دے * مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅول سُنَّتِ مُصطَفىٰ او سُنَّتِ صحابه نه ثابِت دي، چنانچه

  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به چې (سحر) جُمات ته روان وو نو (په لاره كښې به ئې) د سحر د لـمانځه د پاره خلق راپاڅول.   (طبقات کبریٰ، ذکر استخلاف عمر،۳/۲۶۳مفہوماً)

کلمه وئيلو وئيلو کښې دُنيا نه رُخصت شو

      د پنجاب، ضلع اوکاړه د ديپالپور ښار د يو اِسلامي ورور بيان دے چې: زما تره محمد رفيق عطاري د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامل او د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مُريد هُم وو، د سحر لـمانځه ته خلق راپاڅول د هغوئي معمول وو، سحر وختي به راپاڅيدلو او د لرې لرې پورې به تللو او خلق به ئې د لـمانځه د پاره راپاڅول، د دې عادت په وجه په ټول ديپالپور کښې مشهور وو، يوه ورځ د فيصل آباد نه بيرته کور ته راروان وو، چې د ماسخُتن د لـمانځه وخت شو نو ګاډے ئې اودرولو او لـمونځ ئې ادا کړو او دوباره په سفر روان شو، ګاډے په خپل رفتار روان وو، ناڅاپه زما تره محمد رفيق عطاري په اوچت آواز کلمه وئيل شروع کړه او اُوئي وئيل: ټول کلمه اُووائے، ټولو کلمه اُووئيله، لږ ساعت پس ګاډي يوه زورداره جټکه اُوخوړله او کندې ته اولويدو، نور ټول خلق معمولي زخمي شو خو محمد رفيق کاکاجي ډير سخت زخمي شو، د سخت تکليف باوجود د هغه