Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

خپلوانو سره څنګه تَعَلُّقات ساتل؟ الله پاک دِ مونږ ته د خپلو اَسلافو په طريقه باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔ آمين

اخلاقِ حَسَنه دوه قِسمه وي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! مونږه د اعلٰى حضرت د اوچتو اخلاقو مُتَعَلِّق بيان اوريدلو، راځئ چې د اخلاقو په باره کښي ځان پوهه کړو چې اخلاقِ حَسَنه يعني ښه اخلاق څو قِسمه وي؟

      عُلَماء فرمائي چې: اخلاقِ حَسَنه يعني ښه اخلاق دوه قِسمه وي: د يو حُسنِ اخلاق تَعَلُّق د بنده د خپل ربّ سره دے چې د هغه عبادت د زړه په خوشحالئ کوي، په فرائضو عمل کوي او ممنُوعاتو (يعني د کومو څيزونو نه چې منع راغلي ده) د هغې نه مکمل پرهيز کوي۔ د بنده د لـمونځونو پابندي کول، د بندګانو د حقونو ادائيګي، زکوٰۃ ورکول، خپل مال د اللہ پاک پہ لارہ کښي خرچ کول، د دِین په کارونو کښي ډيره ډيره حِصَّه اخستل، د الله د پاره مَحبَّت کول او د الله د پاره د چا نه نفرت کول، دا ټول کارونه الله پاک سره حُسنِ اخلاق کولو کښي شامل دي۔

      او دويم حُسنِ اخلاق د بنده د الله تعالٰى د بندګانو سره دے۔ چې هغوئي سره ښه سُلوک اوکړي۔ [1]

سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حُسنِ اخلاق په دې دواړو قِسمونو باندې عمل پيرا وو، د هغوئي د خپل ربّ سره حُسنِ اخلاق داسې وو چې هغوئي به په هر فِعل کښي د الله پاک د رضا پوره پوره لحاظ ساتلو۔ د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په صُحبت کښي شپه او ورځ اوسيدونکے


 

 



[1]... جامع العلوم والحکم،ص۸۹،دارالفکر،بیروت