Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
په يو بل رِوايَت کښي خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د بغاوَت او قَطعِ رِحمي نه زياته يوه ګناه داسې نشته چې د کومې ګناه سزا په دُنيا کښي هُم ډيره زر ورکړے شي او د هغې د پاره په آخرت کښي هُم عذاب پاتې وي۔ [1]
د قَطعِ رِحمي په باره کښي فرمَانِ مُصطَفٰے
د رسولانو سردار مَکِّـي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: خپلوانو سره تَعَلُّق ماتوونکے به جَنَّت ته نه داخليږي۔ [2]
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب ! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
قطعِ تَعَلُّقي دُښمني پيدا کوي او جُدائي زياتوي، مَحبَّت ختموي او د الله پاک رَحمت لرې کوي او د رحمت نازليدلو په لار کښي او جَنَّت کښي د داخليدلو په لار کښي رُکاوټ جوړيږي۔
اے عاشقانِ رَسُول ! مونږه ته غور کول پکار دي چې مونږه د خپلو خپلوانو د پاره کله دعوت وغيره کوو نو هغه وخت زمونږه نِيَّت د الله پاک د رضا او د ثواب حاصلولو وي يا د بل څه؟ مونږ ته پکار دي چې د اخلاقِ مُصطَفىٰ نه بَرَكتونه حاصلولو د پاره مونږ د سِيرتِ مُصطَفىٰ مطالعه اوکړو چې زمونږه شفيق او مهربانه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د