Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
مُحترمو اسلامي ورونړو ! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : ” نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ “ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب ! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده ” د اعلٰى حضرت اوچت اخلاق “ .
د يو غريب او يتيم ماشوم زړه ساتل
خليفۀ اعلٰى حضرت مولانا سیِّد اَيُّوب علي رَضَوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کم عُمره ماشوم راغلو او د اعلٰى حضرت په خدمت کښي ئې عرض اوکړو: زما والدې صاحبې ستاسو د پاره د (طعام) دعوت کړے دے، صبا سحر تشريف راوړئ۔ اعلٰى حضرت