Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
د هغوئي خليفه او شاګرد مَلِکُ الْعُلَمَاء حضرت عَلَّامه مولانا ظفرُ الدِّين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما اکثر چې څومره علمائے کرام او مشائخِ عظام او څومره دُنيادار مُعَزّزِين ليدلي دي، په هغوئي کښي مې چې څوک د ټولو نه اول نمبر ليدلے دے هغه ذاتِ ګرامي د اعلٰى حضرت امامِ اَهلِسُنَّت دے او د هغې وجه صرف دا ده چې د هغوئي هر کار به صرف د الله د رضا د پاره وو۔ نه ئې د چا له طرفه د صفت مطلب وو او نه ئې د چا د مَلامَتيا ويره لرله۔
امامِ اَهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لکه چې د دې حديث شريف مِصداق وو: ” مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ، وَأَبْغَضَ لِلَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ “ [1] يعني ” چا چې د الله د پاره مَحبَّت اوکړو، او د الله د پاره ئې مُخالَفَت اوکړو، هُم د هغه د پاره ئې چا ته څه ورکړل او هُم د هغه د پاره ئې (د څه ورکولو نه) منع اوکړه نو هغه خپل ايمان کامِل کړلو “
يعني د هغوئي معامله هُم داسې وه چې که هغوئي به چا سره مَحبَّت کولو نو صرف د الله د پاره، که مُخالَفَت به ئې کولو نو صرف د الله د پاره، که چا ته به ئې څه ورکول نو صرف د الله د پاره، او که چا ته به ئې د يو څيز ورکولو نه انکار کولو نو صرف د الله د پاره۔
سیِّدي اعلٰى حضرت خپله باره کښي اِرشاد فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ چې ما د مال سره ” مِنْ حَیثُ ھُوَ مَال “ (يعني په دې طور چې هغه مال دے) کله مَحبَّت نه دے ساتلے، صرف د الله په لاره کښي خرچ کولو د پاره مې ورسره محبت دے۔ هُم دغسې مې اولاد سره هُم ” مِنْ حَیْثُ ھُوَ اَوْلَاد “ (يعني په دې طور چې هغه اولاد دے) مَحبَّت نشته، صرف په دې سبب چې