Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq
د الله پاك په نزد باندې ډير عزت والا څوك؟
ياد ساتئ ! د چا غلطي د قدرت لرلو باوجود هم معاف كول خپل ځان د الله پاک په نزد عزت والا جوړول دي لكه څنګه چې حضرتِ سَيِّدُنا موسٰى كليم الله عَـلٰى نَبِـيِّـنَا وَ عَـلَيْـهِ الـصَّلٰوة ُ وَالـسَّلَام عرض اوكړو چې: اے زما ربه ! ستا په نزد كوم بنده د ډير عزت والا دے؟ الله پاک اوفرمائيل: هغه چې د بدل اخستلو د قدرت لرلو باوجود هم معاف (کول اختيار) كړي.[1]
اے عاشقانِ رسول ! د قدرت لرلو باوجود معاف كولو نه څه مراد دي؟، په دې ځان داسې پوهه كړئ چې مثلاَ ماته چا تكليف راکړو، ظلم ئې راسره اوكړو او زه د بدله اخستلو همت او طاقت هم لرم، خو بيا هم د الله پاك د رضا او د ثواب حاصلولو د پاره زه د هغه نه بدله وانخلم بلكه معاف ئې كړم، دا دي د قدرت لرلو باوجود معاف كول.
كه په حقيقي معنو زمونږه هم دا ذهن جوړ شي نو زمونږه معاشره به د امن و سكون مركز جوړ شي او د كور كور جګړې او ټول فسادونه به پخپله ختم شي.
خلقو لره د معاف كولو عادت جوړولو د پاره به مونږ له په خپله غصه كنټرول كول پكار وي ځكه چې غصه انساني فطرت كښي يو غير اختياري څيز دے چې اكثر د دې په وجه جنګ، جګړه د دوو ورونړو په مينځ كښي جدائي، د ښځي او خاوند په مينځ كښي طلاق، په خپل مينځ كښي نفرت او قتل و غارت ته خبره اورسي، په داسې موقع مونږ له د خپلو بزرګانو په سيرت باندې عمل كول پكار دي او د خپل ذات د پاره د غصے په ځائے معاف كول پكار دي.