Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

كول پكار دي چې هغوئي دا نيك عمل جاري اوساتي. څه خبر كه ستاسو او زمونږ د طرف نه دا حوصله افزائي زمونږ د پاره صدقهٴ جاريه او د اخرت د نجات سبب جوړه شي.

      راځئ چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اخلاقي اوصافو نه يو وصف خلقو سره خير خواهي كول او په خپل ځان باندې هغوئي مقدّم كولو په باره كښي واورو:

زما خوشحالي په هُم دې کښې ده

يو ځل يو صاحب د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره ډير ښكلے كمبل را اوليږلو، صدر الشّريعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې كله هغه بريلي شريف ته راورسيدو، په هغه وخت كښي زه هم موجود ووم. سِيل او مهر بند پيك چې كله كولاؤ كړے شو او كمبل اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اوليدلو نو ډير زيات خوشحاله شو او په هغه وخت كښي چې څومره خلق په استانه كښي موجود وو نو ټولو ډير خوښ كړلو او د هغې ډير تعريف ئې اوكړو، او واقعي هغه كمبل د تعريف قابل هم وو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه كمبل واچولو او تشريف فرما شو ناڅاپه زما د خُلې نه بے اختياره دا جمله اووتلهواقعي چې ډير ښكلے كمبل دے، او د ځوانانو قابل دے.،، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا واوريدل نو هغه كمبل ئې ما له راكړو او اُوئې فرمائيل چې دا تاسو استعمالوئ، حالانكه ما دا جمله په دې غرض نه وه وئيلي، خو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما له په ډير اصرار هغه كمبل راكړو او اُوئې فرمائيل