Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

  خوږو اسلامي ورونړو ! د اعلىٰ حضرت، امام اهلسنّت د اعلىٰ اخلاقو نه يو وصف دا وو كه چا به د هغوئي د پاره بد كلمات استعمال كړل نو هغوئي به د صبر او برداشت او د عفو و درګزر نه كار اخستلو د خپل ذات د پاره به نه غصه كيدلو او د انتقام په ځائے به ئې د رضائے الٰهي دپاره هغوئي معاف كول. لكه څنګه چې

د چا له طرفه صفت او مذمت پرواه به ئې نه كوله

      يو ځل د كنزلو نه ډك يو خط راغے. لوستونكي د يو څو كلماتو  لوستلو نه پس هغه خط بيل كيښودو او عرض ئې اوكړو:چې حضور ! يو بد مذهبه د خپلي دشمنئ ثبوت وركړے دے .د اعلٰي حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نوي مريد هغه خط راواخستو او لوستل ئې شروع كړل. د اتفاق خبره وه چې چا دا خط راليګلے وو د هغه نوم او پته ليكلي شوي وه، هغه د هغه صاحب (يعني د هغه نوي مُريد) د خوا و شا اوسيدونکے وو هغه ډير زيات خفه شو. هغه وخت خو خاموشه شو خو چې کله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ماښام د لـمانځه نه پس خپل كور طرف ته روان شو نو هغه (مريد) ورته عرض اوكړو: هغه وخت كښي چې كوم خط ما لوستلے وو چا بدنِيَته پكښي كنزل ليكلي وو. زما رائے ده چې په هغه باندې مقدّمه درج شي. او داسې خلقو ته سزا ملاو شي چې د نورو د پاره د عبرت نښه جوړ شي ګنې بيا به نور خلق هم داسې جُراٴت كوي.

      هغه د صبر و حيا خاوند، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د خپل مريد دا خبره واوريدله نو دا ئې اووئيل چې تاسو کښينئ ! زه اوس راځم. بيا ئې لس پينځلّس خطونه په لاس مبارك كښي نيولي وو او بهر ته ئې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: لږ دا هم اولولئ ! هغه خطونه چې خواه كښي ناستو خلقو اوليد نو حيران شول چې معلومه نه ده دا كوم