Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

قسم خطونه دي؟ د هغوئې دا خيال وو چې دا به هم هغه شان د كنزلو نه ډک وي او د دې د ښودلو مقصد به دا وي چې داسې قسمه خطونه نن څه نوي خبره نه ده، بلكه د يوې زمانے نه داسې خطونه راځي. خو هغه صاحب خطونه لوستل او مخ ئې د خوشحالئ نه ځليدلو. چې كله ئې ټول خطونه اولوستل نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل: مخكښي دې تعريف كوونكو له بلكه د دې تعريف انبار لګوونکو له انعام و اكرام، جائدادونه او تخفے وركړه، بيا د كنزلو والا له سزا وركوه. هغه با اَدبه مريد عرض اوكړو: حضور ! زړه خو مې دا غواړي چې دوئي له دومره انعام و اكرام وركړے شي چې صرف دوئي له نه بلكه د دوئي نسلونو د پاره هم كافي شي. خو دا زما د طاقت نه بهر ده اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل:چې مخلص له فائده نه شې وركولے نو مخالف ته نقصان هم مه وركوه.(1)

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

      خوږو اسلامي ورونړو ! تاسو اوكتل چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره د ښو اخلاقو مالك وو چې د خپل ځان خلاف د بدو كلماتو استعمالوونکو نه د بدله اخستلو په ځائے به ئې هغوئي معاف كول او د دې خبرې درس به ئې خپلو عقيدت مندو ته هم وركولو. لهٰذا مونږ له هم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سيرت باندې عمل کول پكار دي او غلطي كوونكو لره، قصداً تكليف راکوونكو لره او كنزلي كوونكو لره د معاف كولو عادت جوړول پكار دي، چې څوك مو څرموه هم غصه كړي خو مونږ له صبر کول پكار دي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب !    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد