Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
څنګه قبض کوئ)؟ حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: زه د الله پاک په حکم سره روحونه راغواړم نو هغه زما د 2 ګوتو ترمينځه راځي۔ ([1])
يو ځل حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام نه پوښتنه اوکړه: آيا د هر ساه لرونکي نه ساه هم تاسو اخلئ؟ عرض ئې اوکړو: آو جي۔ اوئې فرمائيل: تاسو خو دا وخت زما سره ئيئ ولې خلق په ټوله دنيا کښې خواره دي؟ عرض ئې اوکړو: الله پاک دنيا زما په اختيار کښې راکړې ده، دا زما د پاره داسې ده لکه چې ستاسو مخې ته يو تالے کيښودے شي نو تاسو چې د هغې نه کوم غواړئ راوچتوئ، هم داسې په دنيا کښې چې چرته د چا روح ويستل غواړم راوباسم ئې۔ ([2])
اللہ! الله! خوږو وروڼو! د دې نه معلومه شوه: حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام حاضر او ناظر دے يعنې هغوئي چې چرته هم وي، ټولې دنيا ته مخامخ ګوري۔ د دې نه اندازه اولګوئ چې کله د يوې فرښتې د طاقت دا حال دے نو د فرښتو د آقا، محبوبِ خدا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان او عظمت حالت به څه وي۔
د خوږ آقا د ملک الموت سره ملاقات
حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د معراج په شپه چې کله مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آسمانونو سيل کولو، هغه وخت په آسمان باندې هغوئي يوه فرښته اوليدله، يوه غټه تختئ د هغوئي مخې ته پرته وه، په خوا کښې ورسره يوه غټه ونه وه، د کومې ښاخونه چې د مشرق نه تر مغربه پورې خواره وو، هغې