Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
اے عاشقانِ رَسُول! د دې عبرتناکه روايت نه معلومه شوه: چې په مونږ کښې د هر يو د مرګ وخت مقرر دے، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام هر وخت زمونږ په لور په توجه سره ناست دے، کله چې د چا وخت راشي، بيا د يوې لحظې مهلت هم نه ورکوي، فوراً د هغه رُوح قبض کوي۔ آه! افسوس! مونږ د دې حقيقت نه هم خبر يو، منو ئې هم خو قصداً عمداً مو ځان ناغرضه کړے دے، په غفلت کښې پراته يو، ياد ساتئ! که مونږ مرګ ياد کړو که ياد نه کړو، که مونږ د نيک اعمال کولو سره د آخرت تياري اوکړو که اونکړو، مرګ به بهر حال راځي او خامخا به راځي، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام نه مخکښې چا له مهلت ورکړے دے، نه به ئې مونږ له راکوي۔ ځکه عقل مند هغه دے کوم چې په ژوند کښې مرګ ياد اوساتي او د دې د پاره تياري کوي۔ په 29 سيپاره، سورۀ ملک، آيت: 2 کښې الله پاک فرمائي:
الَّذِیۡ خَلَقَ الۡمَوۡتَ وَ الۡحَیٰوۃَ لِیَبۡلُوَکُمۡ اَیُّکُمۡ اَحۡسَنُ عَمَلًا ؕ (پارہ:29 ،سورۂ ملک:2)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: هغه کوم چې مرګ او ژوند پيدا کړو د پاره د دې چې په تاسو ازميښت اوکړي چې په تاسو کښې څوک ښه عمل کوونکے دے۔
علمائے کرامو د دې آيت يوه معنیٰ دا بيان کړه چې الله پاک ژوند او مرګ پيدا کړو د پاره د دې چې ستاسو کره کتنه اوشي چې په تاسو کښې څوک مرګ ياد ساتي او د دې د پاره پوره تياري کوي؟ ([1])