Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

د ځنکدن سختې لحظې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خبره واقعي رښتيا ده، د ځنکدن په وخت يو خو غمونه ډير وي، د دنيا پريښودو غم، د مور پلار، د خوئيندو وروڼو، د خپلو خُپلوانو نه د جدائيئ غم، د مستقبل د پاره د نيمګړو آرمانونو غم، د تيرو ګناهونو غم، داسې ډير غمونه انسان راګير کړي، د دې سره خدائے دې نه کړي که د ګناهونو سزا هم ميلاو شي، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام په وحشتناک شکل کښې تشريف راوړي نو لږ تصور خو اوکړئ! هغه وخت به په مونږ باندې څه تيريږي۔۔۔؟ مونږ به حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته څنګه مخامخ کيږو۔

خو افسوس! خبره دلته هم نه ختميږي، د دې سره د ځنکدن تکليفونه هم دي۔ حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د غيبو نه خبر، نبي سرور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرګ د تکليفونو او د دې په حلق کښې د انختو د ذِکر کولو سره اوفرمائيل: دا تکليف د تورې د 300 ګزارونو برابر دے۔ ([1]) په يو حديثِ پاک کښې دي: د ټولو نه آسان مرګ په مالوچو کښې د انختي ازغن ښاخ په شان وي، کله چې داسې ښاخ د مالوچو نه راويستے شي نو مالوچ به هم د دې سره ضرور راځي۔ ([2])

حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ځنکدن سخته نيغ په نيغه په روح باندې حمله کوي، بيا دا سخته په ټول بدن کښې خوره شي، د هر هر رګ نه، د هرې هرې پټې نه، د هر هر جوړ نه، د هر هر ويښته نه او د سر نه


 

 



[1]... موسوعۃ امام ابن ابی الدنیا، کتاب ذکرالموت، الخوف من اللہ، جلد:5، صفحہ:453، حدیث:192۔

[2]... موسوعۃ امام ابن ابی الدنیا، کتاب ذکرالموت، الخوف من اللہ، جلد:5، صفحہ:453، حدیث:194۔