Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيت بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * ټول بيان به اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
حضرت اَحنَف بن قيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروق اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ملاقات د پاره مدينے منورې ته حاضر شوم، ما هلته اوکتل چې خلقو حلقه جوړه کړې ده او حضرت کعبُ الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ درس ورکوي۔ هغه وخت حضرت کعبُ الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا واقعه بيانوله، فرمائيل ئې: کله چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام آخري وخت راغلے نو حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي خوا ته حاضر شول، هغه وخت حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک په بارګاه کښې عرض اوکړو: اے الله کريمه! شيطان زما دښمن دے، تا هغه له د قيامت د ورځې پورې مهلت ورکړے دے، کله چې هغه په ما مرګ راتلونکے اوويني نو خاندي به۔ الله پاک اوفرمائيل: اے آدمه! تاسو به جنت ته تشريف يوسئ خو ستاسو دښمن شيطان ته به تر يو وخته پورې په دې