Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

ستا سره به په مړو کښې زياتوالے کيږي

صحابئ رسول حضرت مُعاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام سره يوه نيزه ده، کومه چې د مشرق او مغرب ترمينځه هر ځائے ته رسي، کله چې د چا ژوند ختم شي نو هغوئي په هغه نيزه د هغوئي سر وهي او فرمائي: اوس به ستا سره د مړو په لښکر کښې زياتوالے اوشي۔ ([1])

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی     جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی             یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                          یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

د ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام مختلف شکلونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لکه څنګه چې ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام په خپله ذمه وارئ کښې لږه شان کوتاهي نه کوي، څه چې هغوئي ته حکم کيږي هم هغه کوي۔ کاش! چې زمونږه هم داسې د مرګ ياد، د مرګ تياري کول نصيب شي، يقين اوکړئ! ساه وتل، مرګ ته غاړه وتل آسان کار نه دے، ډير ګران کار دے، آه! مونږ ټولو ته به د دې سختې نه تيريدل وي، په يو حالت کښې هم د دې نه خلاصے نشي ميلاويدے۔ صحابئ رسول حضرت ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې الله پاک حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل خليل جوړ کړو نو حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي ته د دې خبرې د زيري ورکولو د پاره حاضر شول، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته اوفرمائيل: اے ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ، ما ته اوښايه چې تۀ د کافرانو نه روحونه څنګه اخلې؟ ملک الموت


 

 



[1]... کتاب العظمۃ ، باب صفۃ ملک الموت ، صفحہ:168 ، حدیث :474 ۔