Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: تاسو بل خوا مخ واړوئ! کله چې (لږ وخت پس) حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام واپس مخ راواړولو او ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته ئې اوکتل نو هغه د تور رنګه سړي په شکل وو، د هغه سر آسمان ته رسيدو، د هغه د خلې نه د اور لمبې وتلې او د هغه د بدن هر ويښته د يو انسان په شکل وو د کوم د خلې او غوږونو نه چې د اور لمبې وتلې۔ دا وحشتناکه نظاره چې ئې اوليدله نو حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام بے هوشه شو۔ لږ وخت پس چې ټيک شو نو حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: اے ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ! که کافر ته ستاسو د دې شکل ليدلو نه علاوه بَل هيڅ غم يا ازميښت ميلاو نه شي نو دا هم د هغه د پاره کافي دے۔ اوس ما ته اوښايه چې تۀ د مومن نه روح څنګه اخلې؟ حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام بيا مخ بل اړخ ته د اړولو عرض اوکړو، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مخ بل خوا واړولو، لږ وخت پس ئې چې مخ بيرته راواړولو نو څه ګوري چې حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام سپينې جامې اغوستې دي او د ډير ښکلي ځلمي په شکل کښي موجود دے۔ حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: که مومن د خپل مرګ په وخت ستاسو د دې شکل نه علاوه بَل هيڅ څيز اونه ويني نو دا هم د هغه د پاره کافي دے۔ ([1])
د ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام 4 شکلونه
حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام 4 مختلف شکلونه دي: (1): يو هغه شکل په کوم کښې چې د هغوئي د مخ نه د اور لمبې خيژي (2): دويم شکل بالکل تور دے (3): دريم شکل ډير سخت او ناخوښے دے (4): او څلورم شکل ډير پړقيدونکے او نوراني۔
کله چې د کافِر رُوح قبض کول وي نو حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام په وړومبي شکل
[1]... موسوعۃ ابن ابی الدنیا ، کتاب ذکر الموت، ملک الموت واعوانہ ، جلد:5 ، صفحہ:467، حدیث :242 ملتقطًا۔