Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

کولو حکم اوشو نو ټولو فرښتو سجده اوکړه، شيطان اونکړه، دې بد بخته تکبر اوکړو، اوئې وئيل: زه د اور نه جوړ يم، آدم د خاورې نه جوړ کړے شوے دے۔ د دې بد بخته عقل کار نه کولو، ده دا خو ليدل چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام بدن د پاکې خاورې نه جوړ کړے شوے دے خو دا ئې اونه ليدل چې د هغه په تندي کښې نُورِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روښانه دے۔

الله پاک دې مونږ د غرور او تکبر نه بچ کړي، هميشه دې د نيکانو بنده ګانو، نبيانو، وليانو با اَدبه اوساتي۔

اٰمِين بِجَاهِ خَاتَمِ النَّبِيّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّم

د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام الله پاک ته نزدې د اوچتې مرتبې والا فرښته ده، د هغوئي پاک نوم دے: عزرائيل (د الله پاک فرمانبرداره)۔ هغوئي په روحونو قبضه کولو باندې مقرر دي او په دې کښې لږه شان کوتاهي هم نه کوي، کله چې د چا آخري وخت راشي، د يوې لحظې د مهلت ورکولو بغير د هغه روح قبض کوي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

قُلۡ یَتَوَفّٰىکُمۡ مَّلَکُ الۡمَوۡتِ الَّذِیۡ وُکِّلَ بِکُمۡ  ثُمَّ   اِلٰی رَبِّکُمۡ تُرۡجَعُوۡنَ (۱۱(پارہ:21،سورۂ سجدہ:11)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: تۀ اوفرمايه: تاسو د مرګ فرښته وفات کوي کومه چې په تاسو باندې مقرر ده بيا به تاسو د خپل رَبّ په لور واپس کړے کيږئ۔