Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
علامه قرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: * حضرت عزرائيل (يعنې ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ) دومره لوئي دے چې د هغوئي سر په آسمان کښې او ښپې په زمکه باندې دي * د هغوئي ډيرې مرسته کونکې فرښتې هم دي، د کومو شميره چې الله پاک ته بهتره معلومه ده * په روايتونو کښې دي: په نورو فرښتو باندې د هغوئي رُعب پروت دے، تر دې چې حامِلين عرش (يعنې عرشِ اعظم اوچتوونکې فرښتې) چې کله هغوئي ته ګوري نو ډيرې ويريږي ([1]) * د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام عمر ډير زيات دے، حضرت محمد بن کعب قُرظِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو په آخِر کښې (يعنې زمکې او آسمان والا ټول مخلوق تر دې چې حضرت جبرائيل او ميکائيل او عرش پورته کوونکې فرښتې هم د مرګ ذائقه اوسَکي، هغه وخت به) حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام له مرګ راځي، الله پاک به هغوئي ته فرمائي: یَا مَلَکَ الْمَوْتِ مُتْ! اے د مرګ فرښتې! تۀ هم مړ شه۔ د دې اوريدو سره به حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام يوه تيزه چغه اووهي او وفات به شي۔ ([2])
د ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام طاقت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! الله پاک حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام له ډير زيات طاقت ورکړے دے۔ په روايتونو کښې دي: يو ځل د الله پاک نبي حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام نه پوښتنه اوکړه: اے ملک الموته! که په زمکه کښې وبا خوره وي، ډير خلق مړه کيږي، په هغه حالت کښې يو سړے په مغرب کښې دے، يو په مشرق کښې دے، په هغه وخت کښې تاسو څه کوئ (يعنې د دې دواړو روح يو ځائے