Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
کلمه اووئيله، لږ وخت پس ګاډي يوه ناڅاپي تيزه جهټکه اوخوړله او ګاډے کندې ته پريوتو، ټول خلق معمولي زخميان شول خو محمد رفيق عطاري ډير زخمي شو، د سخت تکليف باوجود د هغوئي په خُله کلِمه جاري وه او مَاشَآءَ اللہ! قسمت ته ئې اوګورئ! په کلمه وئيلو وئيلو کښې د دنيا نه رخصت شو۔
فضل وکرم جس پر بھی ہوا، لب پر مرتے دَم کلمہ جاری ہوا، جنت میں گیا، لَااِلٰہَ اِلَّااللہ
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د لمونځونو د وخت (Prayer Times) د ايپ پيژندګلو
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د لمونځونو د وختونو (Prayer Times) په نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن په ذريعه په ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د دې نه علاوه د پينځه واړو لمونځونو وختونه مياشتنے ټائم ټيبل * ذِکرونه (روحاني علاج) * مدني چينل ريډيو * د لمونځونو په وختونو کښې د موبائل سائلنټ (Silent) کولو سهولت او اسلامي کلينډر موجود دے۔ په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم