Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين: (1): کله چې بنده په خپل خوراک کښې کمے کوي نو د هغه سينه د نُور نه ډکولے شي۔([2]) (2): څوک چې په دنيا کښې کم خوري، الله پاک د فرښتو په مخکښې په هغه باندې فخر کوي۔([3])
اے عاشقانِ رسول! کم خوراک سُنَّت دے۔ * زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې نه کم خوراک کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې ئې هم پرله پسې 2 شپې په مړه ګيډه نه وه خوړلې * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې په وجه په ګيډه مبارکه پسې کانړي تړل۔
د خوراک د مِقدار په باره کښې حکمونه: * د لوږې ساتلو سره خوراک کول سُنَّت دي * چې څومره لوږه وي، هغه همره خوړل مُبَاح دي (يعني په دې کښې نه ګناه شته، نه ثواب) * دومره په مړه ګيډه خوړل چې د ګيډې خرابيدو ګمان وي، حرام دي * دومره په مړه