Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
حضرت ثابت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ورځې او شپې په 24 ګهنټو کښې يوه ګهنټه هم داسې نشته په کومه کښې چې د هر ساه لرونکي په سر باندې ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ولاړ نه وي، که حکم وي نو د هغه رُوح قبض کوي، ګنې نو واپس ځي۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! څومره د عبرت خبره ده، مونږ په غفلت کښې پراته يو، په فضول څيزونو کښې پراته يو، په ګناهونو کښې مشغول اوسو، بل خوا د ذائقې ختموونکے حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام هر وخت په مونږ پسې دے، يعنې مونږه د مرګ نه غافله، د دې دنيا په عارضي او فاني ژوند باندې مطمئين يو ولې مرګ هر وخت زمونږ په سر باندې ولاړ دے۔
کتنی بےاعتبار ہے دُنیا موت کا انتظار ہے دُنیا
گرچہ ظاہِر میں صُورتِ گل پر حقیقت میں خار ہے دُنیا
ایک جھونکے میں ادھر سے ہے اُدھر چار دِن کی بہار ہے دُنیا
زندگی نام رکھ دیا کس نے موت کا انتظار ہے دنیا
د صحابئ رسول حضرت انس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام د بنده ګانو مخونو ته هره ورځ 70 ځله ګوري، کله چې څوک بنده داسې خاندي د کوم د روح قبض کولو د پاره چې