Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
اسلامي په 12 ديني کارونو کښې يو کار دے : د سحر لمونځ د پاره پاڅول۔
د سحر د لمونځ د پاره خلق پاڅول د آخري نبي، نبئ اُميَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ اَلحمدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي سره تعلق لرونکي عاشقانِ رسول د سرکارِ عالي وقار، د مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّت د عمل کولو د جذبې لاندې د سحر لمانځه نه مخکښې کوڅه په کوڅه ګرځي او په چغه درود او سلام لولي او خلقو ته د بسترو پريښودو سره د سحر لمونځ کولو د پاره د تللو دعوت ورکوي۔ تاسو هم په دې ديني کار کښې برخه واخلئ، سحر وختي پاڅئ، که الله پاک مو نصيب کړي نو د تهجدو لمونځ کوئ، ذِکر او درود شريف لولئ، د سحر د لمانځه نه پس د مدني مرکز د ورکړے شوې طريقې مطابق خلق د سحر د لمانځه د پاره پاڅوئ، د دې عمل په برکت سره به اِنْ شَآءَ اللُه الْکَرِیْم! ډير ثوابونه اوګټئ۔
د پنجاب، اوکاړې ضلعې د ديپالپور ښار د يو اسلامي ورور بيان دے: زما ترۀ محمد رفيق عطاري د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن نيولې وه او د شيخ طريقت، رهبرِ شريعت، اميرِ اهلِسنٓت دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه مُريد وو، خلق د سحر لمانځه د پاره راپاڅول د هغه معمول وو، سحر وختي به پاڅيدو او لرې لرې به تللو او مسلمانان به ئې د سحر لمونځ د پاره راپاڅول، د دې عادت په وجه په ټول ديپالپور کښې مشهور وو، يو ځل د فيصل آباد نه واپس کور ته راتللو، چې د ماسخوتن د لمانځه وخت شو نو ګاډے ئې اودرولو او لمونځ ئې ادا کړو او بيا په سفر روان شو، ګاډے تيز روان وو، چې ناڅاپه محمد رفيق عطاري په تيزه تيزه کلمه اووئيله او اوئې فرمائيل: ټول کلمه اووائيئ، ټولو