Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
لګوي چې په څه طريقه مونږ د ايمان نه خلاص کړي، آه! په دې حالت کښې به د ايمان د دولت سلامت وړلو سره قبر ته څنګه داخليږو۔۔۔!! ([1])
راہ پُر خار ہے، کیا ہونا ہے؟ پاؤں افگار ہے، کیا ہونا ہے؟
دُور جانا ہے رہا دِن تھوڑا راہ دُشوار ہے کیا ہونا ہے؟
ہائے رے نیند مُسَافِر تیری کُوچ تیار ہے، کیا ہونا ہے؟
ارے اَو مجرمِ بےپروا دیکھ سَر پہ تلوار ہے کیا ہونا ہے؟ ([2])
وضاحت: آه! د آخرت هغه خطرناک سفر، د ځنکدن تکليفونه، د قبر سختې، د حشر د ميدان وحشت، د پل صراط ويره۔۔۔!! آه د ازغو ډکه لار ده او مونږه ګنهګاران۔۔۔!! آه څه به کيږي؟ سفر اوږد دے، وخت کم پاتې دے، لاره ډيره سخته ده، آه! اے غافله انسانه۔۔۔!! ستا غفلت! مرګ بس راتلونکے دے او تۀ په غفلت کښې ئې۔ اے بے پرواه، اے مجرمه! مرګ هر وخت په سر ولاړ دے۔۔۔!! څه به کيږي؟
الله رَبُّ العالمين دې د خپل محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله په مونږ باندې د ځنکدن سختې آسانې کړي۔ کاش! چې کله آخري وخت وي، رسولِ رحمت، شفيع امت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم فرمائيلو سره د خپل ګنهګار خوا له تشريف راوړي، کاش! د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو جلوو ليدلو سره، د ديدن د تندې ماتولو سره بالکل په نرمه روح داسې ووځي چې هډو پته اونه لګي۔
د ځنکدن سخته څنګه آسانه شي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د ګنهګارانو حال دے، البته چې کوم نيکان خلق دي،