Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat
کامِل ايمان والا دي، د ګناهونو نه بچ کيدونکي او په نيکو کښې ژوند تيرونکي دي، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي سره نرمي کوي۔ د معجمِ کبير روايت دے، يو ځل خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له تشريف يوړلو نو د هغه په خوا کښې ئې حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام اوليدو، اوئې فرمائيل: اے ملک الموته! زما د صحابي سره نرمي او شفقت اوکړه ځکه چې هغه مؤمِن دے۔ ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو خوشحاله اوسئ او ستاسو سترګې دې يخې وي، زه په تاسو باندې د ايمان راوړونکي هر کَس سره نرمي او شفقت کووم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: څوک چې کلمه لولي، د دواڼو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غلامئ کښې وي، هغه خوش قسمته کوم چې کامِل ايمان والا دي يعنې په زړه کښې ايمان هم لري او د ايمان په تقاضو باندې هم عمل کوي مثلاً د ګناهونو نه هم ځان بچ کوي، لمونځونه هم کوي، نور نيک کارونه هم کوي، د ځکندن په وخت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په هغوئي باندې آساني وي۔
په روايتونو کښې دي: ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام د پينځه واړو لمونځونو په وخت خلقو ته په غور ګوري، بيا چې کله د روح قبض کولو د پاره راځي نو که انسان 5 وخته پوخ لمونځ