Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

د يو قول مطابق د دې آيت مبارک معنیٰ دہ: اے ايمان والوو! ويريږئ د هغه ورځې نه کله چې به تاسو د دې دنيا د پريښودو سره د آخرت په سفر باندې روانيږئ۔ ([1])

آه! هغه ورځ کله چې به ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، د بدن نه به روح راښکلے شي، په جماتونو کښې به اعلان کولے شي: فلانکے د فلانکي ځوي په حق رسيدلے دے۔ آه! بيا به زر غسل ورکونکے راوبللے شي، د غسل ويستو سره به کفن اچولے شي، بيا به۔۔۔!! په لږ وخت کښې مونږه تياره قبر ته کوزولے شي۔ اے ايمان والوو! ويريږئ۔۔۔! د هغه ورځې نه ويريږئ۔۔۔!!

ہے یہاں سے تجھ کو جانا ایک دن                       قبر میں ہو گا ٹھکانا ایک دن

منہ خدا کو ہے دِکھانا ایک دن                               اب نہ غفلت میں گنوانا ایک دن

ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے                         کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے

حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ټول ويني

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! روح قبض کول د حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام په ذمه باندې دي، هغوئي پخپله په دې ذمه وارئ کښې لږه شان کوتاهي هم نه کوي۔ امام جلال الدين سيوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام هره ورځ په هر کور کښې 5 ځله او د يو روايت مطابق 7 ځله تشريف راوړي او ګوري چې دلته څوک داسې خو نشته د کوم د روح قبض کولو حکم چې شوے دے۔ ([2])


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:3 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت :281، جلد:1 ، صفحہ:419  مفہومًا۔

[2]... شرح الصدور، الباب الثالث عشر باب ما جاء فی ملک الموت و اعوانہ ، صفحہ:43 ملتقطًا۔