Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

ستاسو په مينځ کښې پرده راغلې ده خو راتلونکې وخت کښې زه هم ستاسو پشان کيدونکے يم. هغوئې رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم داسې فرمائيل تر دې پورې چې صبح صادق به شو او هغوئې به د سحر نمونځ د پاره جومات ته تشريف يوړلو. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عبرت او نصيحت د پاره هديرې ته تلل، د قبرونو په ليدلو عبرت حاصلول، د قبرونو په حالاتو غور او فکر کول هم ډيره ښکلې ادا ده. د نيکانو خلقو په ژوند کښې عموماً دا انداز ښکاري چې د اوچتې مرتبې خاوندان به هديرې ته تلل بلکې هديرې ته تلل خو د نبيانو د سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنّت مبارک دي. مونږ له هم پکار دي چې وخت په وخت هديرې ته ځو، هلته څه وخت کښينو او په خپل مرګ، د قبر په ژوره کنده، د هغې په تنهايئ او وحشت باندې غور او فِکر کوو. زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: قبرونو ته ګورئ! بے شکه قبرونو ته کتل د دنيا نه بے رغبته کول کوي او آخرت رايادوي. ([2])

که اوغواړئ نو په هفته کښې يوه ورځ مقرره کړئ! د څه وخت د پاره هديرې ته ځئ! د هديرې والؤ د پاره دعا او ايصال ثواب کوئ! او لږ وخت کښينئ او د قبر او آخرت په معامله کښې غور او فِکر کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به تاسو ته * د الله پاک نه ويره نصيب کيږي * زړۀ به مو نرميږي * د ګناهونو د عادت نه به نجات حاصلوئ * په زړۀ کښې به مو د الله او رسول محبت زياتيږي * په نيکو باندې به استقامت درنصيب کيږي * او د الله پاک په ويره کښې به ژړل درنصيب کيږي.   

دِلا غافِل نہ ہو یک دَم یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے                   بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے


 

 



[1]... احیاء علوم الدین، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، الباب السادس...الخ، جلد:4، صفحہ:588۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب الجنائز، باب ماجاء فی زیارۃ القبور، صفحہ:252، حدیث:1571۔