Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

تُو اپنی موت کو مت بھول کر سامان چلنے کا                زمیں کی خاک پر سونا ہے، اینٹوں کا سرہانا ہے

عزیزا  یاد کر جس دن کہ عزرائیل آئیں گے                نہ جاوے کوئی تیرے سنگ اکیلا تُو نے جانا ہے

غُلامؔ اِک دَم نہ کر غفلت حیاتی پر نہ ہو غُرَّہ                      خدا کی یاد کر ہر دَم کہ جس نے کام آنا ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د الله پاک نه ډير ويريدلو. هُم د ماشومتوب مبارک نه يـې دا انداز وو چې هغوئي به د الله پاک د ويرې نه ډير ژړل، رپيدلو به او سلګئ به يـې وهلې، تر دې چې د ليدونکو به ورسره همدردي پيدا شوه. د هغوئي د ماشومتوب شريف واقعه ده، د هغوئي عمر تقريباً څلور کاله وو. يوه ورځ يـې ډير زيات ژړل، چا ورته د آلِ رَسُول د خِدمت په جذبه کښې عرض اوکړو: شهزاده! څه خبره ده؟ که د څه څيز ضرورت وي نو حکم اوکړئ، چې اوس يـې حاضر کړم. دا يـې چې واوريدل نو د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژړا آواز نور هم تيز شو او اوئې فرمائيل: کاکا جانه! د الله پاک د غضب او د دوزخ د عذاب د ويرې نه مې زړۀ ښوئيږي. هغه صاحب په شفقت سره عرض اوکړو: شهزاده! تاسو خو ډير ماشوم يئ، د اوس نه دومره ويره ولې؟ اطمينان ساتئ! ماشومانو له به عذاب نه ورکولے کيږي. دا يـې چې واوريدل نو د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره نوره هم ښکاره شوه او اوئې وئيل: کاکا جانه! ما ليدلي دي چې د غټو لرګو د بلولو د پاره د هغې نه ګير چاپيره واړه ډَکي کيښودے شي، ډَکي زر وور اخلي او د دې په وجه غټ لرګي هم وور واخلي، زه ويريږم چې د اَبُو جهل او اَبُو لـهب په شان د لوئي لوئي کافرانو په دوزخ کښې د سيزولو د