Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

غیبتوں، چغلیوں، عیب دریوں سے اور                                             جھوٹ سے بھی مجھے تُو بچا یاخُدا! ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په جنَّت کښې يـې کور واخستو

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اَئِمَّه اهلِ بیت کښې دے * هغوئي د خپل وخت ډير لوئي عالِم * مفتي * زاهِد * متقي * پرهيزګاره * عبادت ګزاره * او ولئ کامِل وو. هغوئي ته د الله پاک په بارګاه کښې لوئي مقام حاصِل وو.     

په شَواہِدُ النَّبُوَّۃ کښې دي: يو ځل د حضرت امام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې يو کَس حاضر شو او لس زره ديناره (يعنې د سرو زرو اشرفئ) يـې هغوئي ته پيش کړې او عرض يـې اوکړو: حُضُور! زه حج له ځم. تاسو زما دا رقم سمبال کړئ! او ما له په دې باندې يو کور واخلئ! دا يـې اووئيل او هغه کَس حج له روان شو. چې کله واپس راغلے نو دوئي ورته اوفرمائيل: ما ستا د پاره په جنّت کښې کور اخستے دے. دا يـې اووئيل او يو رسيد يـې هغه کَس له ورکړو او اوئې فرمائيل: دا واخله! دا ستا د جنّتي کور رسيد دے. په دې زبردست عنايت باندې هغه کَس ډير زيات خوشحاله شو او د خپل جنّتي کور رسيد يـې واخستو او کور ته لاړو. د خدائے شان وو چې دغه کَس بيمار شو، چې کله د هغه يقين اوشو چې اوس زما ژوندي پاتې کيدل مشکل دي نو هغه وصيت اوليکلو چې د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لاس ليکلے رسيد دې زما سره په قبر کښې دفن کړے شي. کله چې هغه کَس وفات شو نو د وصيت مطابق رسيد د هغه سره په قبر کښې کيښودے شو. په دويمه ورځ خلقو اوليدل چې


 

 



[1]... وسائلِ فِردَوس، صفحہ:9، 10 ملتقطاً۔