Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

اخلاق اختيارول پکار دي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِیْن بِجَاہِ  خَاتَمِ النَّبِیّٖن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په پينځلسم رَجَبُ المُرَجَّب يومِ اِمام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. په دې موقع باندې ډير ډير ايصالِ ثواب اوکړئ! په کور کښي محفل راجوړ کړئ! د مکـتبة الـمدينه رساله ده: فيضانِ امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه . دا رساله حاصله کړئ! که اوغواړئ نو د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه يـې ډاؤن لوډ کړئ! کور والا راجمع کړئ او دا رساله ورته اولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! برکتونه به درنصيب شي. د يومِ امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په موقع باندې د کُونډو ختم کول په مسلمانانو کښې رائج دے. دا هم ډير ښه عمل دے. د کُونډو ختم هم ايصالِ ثواب دے او ايصالِ ثواب کول د قرآن او حديث نه ثابت دے بلکې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سُنّت دے. د دې ډير برکتونه دي. لہٰذا د کونډو ختم هم اوکړئ! او د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکر برکتونه هم حاصل کړئ!

الله پاک دې مونږ ته د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان رانصيب کړي او د هغوئي په پاک سيرت باندې د عمل کولو توفيق دې راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني کورسز

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د عِلمِ دين نُور خپرونکے تحريک دے. کوم چې په مسلمانانو کښې په عِلمِ دِين عام کولو کښې مصروف دے. د دعوتِ اِسلامي دا کوشش دے چې مسلمانان کم